خامنه يي د اتو کلونو وروسته د جمعې خطبه ولوسته

د ایران  دیني  رهبر ایت الله علي خامنه يي  د ۸ کلونو وروسته  د لومړي ځل لپاره په پلازمینه  تهران کې د جمعې  خطبه  وویله او امامت يي وکړ.

1342699
خامنه يي  د اتو کلونو وروسته د جمعې خطبه ولوسته

 

خامنه يي  وویل چې  په عراق کې د امریکا  متحد ایالتونو  پر پوځي  هډو  په اصل کې  د امریکا پر اعتبار  او پوځي  طاقت  د برید کولو په معنا  دی.

خامنه يي  د اتو کلونو نه وروسته  د جمعه په خطبه کې  د ورځې د مهمو  مسئلو په اړه  ارزونې وکړې.

هغه د ایران لخوا په عراق کې  د امریکا د عین الاسد  پر پوځي  هډې  د بریدونو په اړه وویل چې  دا بریدونه د امریکا  پر حثیت  شوي دي.

هغه زیاته کړه " دا بریدونه د امریکا په سوپرطاقتۍ  او اعتبار ترسره شوی  برید دی. امریکا  په سوریې، عراق، لبنان  او افغانستان کې  د مقامت د ځواکونو لخوا  ډیره  ستره ضربه  لیدلې ده  او دا لړۍ دوام لري. خو د ایران لخوا پر امریکا  دا قوي  او غاښ ماتوونکی  برید  په اصل کې  ددوې په اعتبار  برید وو. ایران چې هر څه وکړي ددې بریدونو نه نشي خلاصیدی."

هغه په عراق کې  د امریکا پر پوځي هډو  د توغندیو برید نه  د ایران د قوت او طاقت په توګه یادونه وکړه.

هغه وویل چې د ایران  ملت  نن  ورځ  هم  لکه څرنګه چې ۴۱ کاله مخکې  د اسلامي انقلاب نه کلک ملاتړ کړی وو کلک ملاتړ کوي. د سلیماني په جنازه کې  پدې د خلکو  پدې اندازه  ستر ګډون  ددې خبرې ښکاره  بیلګه ده.

هغه وویل  امریکا  ولسمشر  ټرمپ  او بهرنیو چارو وزیر  پمپیو  د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې ستر قومندان  او مبارز  قاسم سلیماني نه  د ترهګر په توګه  یادونه  د هغوې  لپاره  د شرم  او خجالت  ځای دی.

خامنه يي  د اوکراین  د مساپر وړونکې الوتکې د پيښې نه د یوې ډیرې ترخې  پیښې په توګه یادونه وکړه. هغه وویل  چې د ایران دښمنان  غواړي چې  ددې پيښې سره  د سلیماني  د قتل  په مسئلې  پرده وغوړوي او هغه  له ټولو هیره کړي.

د ایران دښمنان  د سپاه پاسداران  ځواکونو د ضعیفولو  په خاطر  د الوتکې د پیښې نه  د یوې الې په توګه استفاده کوي.

هغه د الوتکې  د پيښې د نږدې نه د تعقیبولو او په راتلوونکې کې د ورته پیښې د نه تکراریدو  په اړه د لازمو تدابیرو د نیول کیدو غوښتنه وکړه.

هغه  په درې  اروپايي هیوادونو جرمني، فرانسې او انګلستان  د  ایران د اټومي تړون په اړه  د نوي تفاهم  په اړه  سخت غبرګون وښود.

" هغوي غواړي چې  ایران به ګونډو کې کړي . دا هیوادونه د امریکا  د ګټو لپاره خدمت کوي."

هغه وویل چې امریکا  باید  د سیمې نه  خپل ځواکونه وباسي  او جلا شي . ایران د امریکا پرته  د نورو ټولو هیوادونو سره  مذاکراتو ته  تیار  دی.

هغه  د ایران په خلکو د فبروري په ۲۱ مه نيټه  په پارلماني ټاکنو کې د پراخه ګډون  غږ وکړ.

د ویلو ده چې  د خامنه يي د خطبې  ویلو په مراسمو کې د ایران ولسمشر حسن روحاني، د ملي شورا رئیس علي لاریجاني او قضایه قوېې رئیس  ابراهیم رئیسي او زیات شمیر نورو جګپوړو چارواکیو ګډون کړی وو.

د جمعې د لمانځه نه وروسته په تهران کې پلان شوې  مظاهره هم  لغوه شوه.



اړوند خبرونه