په پاکستان کې د واورو او بارانونو له امله ۷۱ تنو ژوند د لاسه ورکړی
د پاکستان د بلوچستان او کشمیر په ایالتونو کې د تیرې یکشنبې راهیسې په دوامداره توګه د وارو د اورښت په نتیجه کې د یو زیات شمیر کورونو چتونه نړیدلي دي.
پدې سیمو کې د کورونو د چتونو د نړیدو ، وارو خویدو او سیلاونو له امله د مړو شمیره ۷۱ تنو ته لوړه شوه.
د بلوچستان ایالت د ناورین د ادارې رئیس عمران زرقون خبري رسنیو ته ویلي دي چې د تیرې یکشنبې د ورځې راهیسې په سیمه کې په دوامداره توګه د واروې د اورښت له کبله د یو زیات شمیر کورونو چتونه نړیدلي دي چې پدې پیښو کې ۲۲ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی.
همداشان د پاکستان د ازاد کشمیر ، سند او پنجاب په ایالتونو کې د واورې او بارانونو د اورښت په نتیجه کې واورو د خویدو او سیلاونو ته لار هواره کړې ده .
د پاکستان د ناورین د ملي ادارې ریاست ویلي دي چې د کشمیر د نیلم په سیمه کې د واورو د خویدو په سیمه کې په لسګونو تنه د واورو لاندې شوي وو چې د ۴۹ تنو مړي موندل شوي دي. ویل کیږي په وژل شوو کسانو کې ښځې او ماشومان هم شتون لري.
همداشان د واورو د خویدو په پایله کې درې موټرې هم له منځه تللي دي.
هغه ویلي دي چې د پوځ په مرسته په سیمه کې د ژغورنې چارې دوام لري خو د ډیرو زیاتو واورو له امله د خنډ سره مخامخ دي.
د پاکستان د بلوچستان او خیبرپښتونخوا په ایالتونو کې د ډیرو زیاتو واورو د اورښت په نتیجه کې د یو زیات شمیر ښارونو او کلو ته غځیدلي لویې لارې د ټرافیک پر مخ تړل شوي دي.
په لارو کې بند پاتې نږدې ۵۰۰ تنه د پوځ لخوا ژغورل شوي دي. د ژغورنې په چارو کې چورلکو هم ګډون کړی دی.
پدې پيښو کې ګن شمیر کسان ټپیان شوي دي چې د پوځي چورلکو په مرسته روغتونونو ته انتقال شوي دي.