په پاکستان کې د واورو او بارانونو له امله ۴۱ تنو ژوند د لاسه ورکړی
د پاکستان د بلوچستان او کشمیر په ایالتونو کې د تیرې یکشنبې راهیسې په دوامداره توګه د وارو د اورښت په نتیجه کې د یو زیات شمیر کورونو چتونه نړیدلي دي.
پدې سیمو کې د کورونو د چتونو د نړیدو له امله د مړو شمیره ۴۱ تنو ته لوړه شوه.
د بلوچستان ایالت د ناورین د ادارې رئیس عمران زرقون خبري رسنیو ته ویلي دي چې د تیرې یکشنبې د ورځې راهیسې په سیمه کې په دوامداره توګه د واروې د اورښت له کبله د یو زیات شمیر کورونو چتونه نړیدلي دي چې پدې پیښو کې ۲۲ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی.
همداشان د پاکستان د ازاد کشمیر ، سند او پنجاب په ایالتونو کې د واورې او بارانونو د اورښت په نتیجه کې برق کوچونو او سیلاونو ته لار هواره کړې ده .
د پاکستان د ناورین د ملي ادارې ریاست ویلي دي چې په کشمیر کې د سیلاونو او واورو د خویدو په نتیجه کې ۱۵ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی. همداشان د سند او پنجاب په ایالتونو کې هم ۴ تنه وژل شوي دي.
د پاکستان د بلوچستان او خیبرپښتونخوا په ایالتونو کې د ډیرو زیاتو واورو د اورښت په نتیجه کې د یو زیات شمیر ښارونو او کلو ته غځیدلي لویې لارې د ټرافیک پر مخ تړل شوي دي.
په لارو کې بند پاتې نږدې ۵۰۰ تنه د پوځ لخوا ژغورل شوي دي. د ژغورنې په چارو کې چورلکو هم ګډون کړی دی.