ایران په هیواد کې د روانو مظاهرو او تاوتریخوالي پړه پر سعودي عربستان واچوله.
د بښنې نړۍوال سازمان : په ایران کې په مظاهرو کې ۱۱۵ تنه وژل شوي دي
د ایران د پولیسو د دیني او سیاسي چارو رئیس علي رضا عیدیاني په هیواد کې د تیلو د بیې د لوړیدو په بهانه د پیل شوو مظاهرو او تاوتریخوالي پړه پر سعودي عربستان واچوله. هغه وویل چې دا مظاهرې په اصل کې د سعودي عربستان پر ملاتړ جوړیږي.
هغه زیاته کړه " د نیول شوو مظاهره کوونکو نه په ترسره شوو تحقیقاتو کې دا معلومه شوه چې ځینې د سعودي عربستان، ځینې د خلق مجاهدینو او ځینې د پخواني شاه رضا پهلوي د پلویانو سره اړیکې لري. د نوموړو پيښو پیلوونکي ۱۸۲ تنه د دښمن لخوا سوق او اداره کیږي."
عیدیاني په هیواد کې د مظاهرو پر مهال د امنیتي ځواکونو او مظاهره کوونکو ترمنځه د نښتو نه د امنیتي جګړې په توګه یادونه وکړه او وویل چې د ایران دښمنان غواړي چې ایران په سوریې او عراق ثاني بدل کړي.
د ویلو ده چې د ایران خلک پر هیواد د امریکا لخوا د لګیدولو بندیزونو له امله د ډیرو سختو اقتصادي ستونزو سره لاس او ګریوان دي د نوامبر په ۱۵ مه نیټه د حکومت لخوا د تیلو بیه درې برابره لوړولو د خلکو د صبر کاسه ډکه کړه او په مظاهرو يي لاس پورې کړ.
د بښنې نړۍوال سازمان ویلي دي چې په ایران کې په روانو مظاهرو کې لږ تر لږه ۱۱۵ تنه وژل شوي دي.