روحاني په ایران کې په محافظه کارو ډیرې سختې نیوکې وکړې
روحاني : که چیرې د نړۍ سره ارتباطات پرې کړو ایران یواځې پاتې کیږي
د ایران ولسمشر حسن روحاني وویل چې د نړۍ د هیوادونو سره د ارتباطاتو او اړیکو د پرې کولو په صورت کې به یواځې پاتې شو. د همدې امله د هیواد د ملي منافعو په رڼا کې هر ډول مذاکراتو کې ګډون ته چمتو دی.
د ایران ولسمشر روحاني دا څرګندونې د کرمان ولایت اړوند بافت په ښار کې د فولادو د یوې فابریکې د پرانیستو په مراسمو کې وکړې.
په خپلو څرګندونو کې د هیواد په محافطه کارانو چې د اټومي تړون نه د جلا کیدو او لویدیځې نړۍ سره د هر ډول اړیکو او ارتباطاتو د کمولو غوښتنه کوي ډیره سخته نیوکه وکړه او وویل " بعضې کسان ادعا کوي که چیرې مونږ د نړۍ سره ارتباطات وساتو او اړیکې ولرو دا زمونږ طاقت او قوت ضعیفه کوي او په لاس کې چې څه لرو هغه هم د لاسه ورکوو. ایا یو هیواد چې د پرمختګ په حال کې وي هغه څرنګ د نړۍ سره خپلې اړیکې پرې کړي؟ ایا تاسې ددې خبرې تصور کولای شۍ؟ که چیرې د نړۍ سره ارتباطات ټینګ نکړو او اړیکې جوړې نکړو یواځې پاتې کیږو."
هغه وویل چې د نړۍ سره د ارتباطاتو پرې کول ایران په یواځې توب محکوموي، ایران یواځې کوي. د همدې امله مجبور یو چې د ټولې نړۍ سره ارتباطات ولرو. اړیکې ولرو. هغه وویل چې د خپلو هیوادوالو او هیواد د ملي منافعو په رڼا کې هر ډول مذاکراتو کې ګډون ته چمتو دی.