په ایران کې د پټلۍ نه د ریل ګاډي د وتو په پیښه کې په لسګونو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې.
په ایران کې ریل ګاډی د پټلۍ نه وتلی دی
1276367
د ایران د سیستان او بلوچستان د ناورین د ادارې مشر خبري رسنیو ته ویلي دي چې پدې پیښه کې ۳ تنه مړه او ۳۸ تنه نور ټپیان شوي دي.
هغه ویلي دي چې ریل ګاډی د زاهدان ښار نه د تهران پر لورې روان وو چې د پټلۍ نه وتلی دی. د هغه په وینا پیښه د شګو د ډیر سخت توپان په پایله کې رامنځته شوې ده .
هغه ویلي دي چې پدې پيښه کې د ریل ګاډي یو واګون په کامله توګه د پټلۍ نه وتلی دی .
د پیښې نه وروسته ژغورونکې او روغتیايي ډلې سیمې ته ورسیدې او ټپيان يي نږدې روغتونونو ته انتقال کړل.