په پاکستان کې تیره ورځ د رامنځته  شوې زلزلې له امله  د مرګ ژوبلې شمیره  لوړه شوه.

په پاکستان کې د تیرې ورځې زلزلې ځاني زیانونو سربیره د پام وړ مالي زیانونه هم اړولي دي

1275900
په پاکستان کې تیره ورځ د رامنځته  شوې زلزلې له امله  د مرګ ژوبلې شمیره  لوړه شوه.

 

د پاکستان د کورنیو چارو وزارت ویلي دي چې  په پرونۍ  زلزله کې د مړو شمیره ۳۷ تنو ته لوړه شوې ده . همداشان پدې زلزله کې څه باندې  ۵۰۰ تنه نور ټپيان شوي دي.

 د اسلام آباد نه د ترلاسه شوي رپوټ له مخې  پرون د پاکستان په پلازمینه اسلام آباد، پنجاب او خیبرپښتونخوا ایالتونو په ځینو ښارونو کې  زوروره  زلزله رامنځته شوه.

د   زلزلې شدت  د ریشتر په کچه  ۵ عشاریه ۸  درجې  ښودل شوی دی .

دا زلزله د پنجاب ایالت د خوشاب ، سرګودها، فیصل آباد، ګوجرانواله، میانوالی، منډی بهاوالدین  ، ملتان، اوکاړه، قصور ، خانیوال، ګجرات، شیخپوره، ننکانه  او یو زیات شمیر نورو ښارونو کې  رامنځته شوې ده .

همداشان  د خیبرپښتونخوا ایالت په مرکز پيښور ښار، چارسده، سوات، خیبر، ایبټ اباد،باجوړ، نوشهر، مانسهره، بټ ګرام، تورغر، شانګله، بونیر، دیر، بر دیر، لویر، چترال، مالاکنډ او کوستان په ګډون  په یو زیات شمیر ښارونو کې رامنځته شوې ده .

ویل کیږي  زلزلې  د ۱۵ نه  تر ۲۰ ثانیو پورې دوام  وکړ.

د امریکا  د مځکپیژندنې  ادارې ویلي دي چې د زلزلې  مرکز د ازاد کشمیر د میرپور  ښار سویل ختیځ  برخه ده.


پيوندونه: #زلزله , #پاکستان

اړوند خبرونه