د پاکستان لومړي وزیر د ولسمشر اردوغان نه مننه وکړه

د پاکستان  لومړي وزیر عمران خان  د ولسمشر رجب طیب اردوغان نه د کشمیر مسئلې ته د ملګروملتونو  کلنۍ اسمبلۍ ته په وینا کې د ځای ورکولو له امله  مننه وکړه.

1275885
د پاکستان لومړي وزیر د ولسمشر اردوغان نه مننه وکړه

 

د پاکستان لومړی وزیر عمران خان چې  د ملګروملتونو په ۷۴ یمې کلنۍ اسمبلۍ کې د ګډون په خاطر  نیویارک ته تللی دی هلته  د کشمیر د ستونزې په اړه  د خبریالانو پوښتنې ځواب کړې.

هغه وویل چې په کشمیر کې انساني تراژیدي دوام لري. خلک د خپلو کورونو نه بهر وتلی وشي. د هندوستان لخوا ګرځنبد لګیدلی دی.

هغه  د ترکیې د ولسمشر  رجب طیب اردوغان سره  د لیدنې په اړه د پوښتنې په ځواب کې وویل « هو  د ښاغلي اردوغان سره  مو  مخامخ لیدنه وکړه، ښاغلی ولسمشر اردوغان به  راتلوونکي میاشت کې پاکستان ته سفر وکړي. پاکستان او ترکیې ترمنځه  ډیرې قوي  اړیکې  شتون لري او غواړو چې  سوداګریزې اړیکې لا پسې غښتلې کړو. د ترکیې د ولسمشر ښاغلي اردوغان نه  د ملګروملتونو اسمبلۍ ته په وینا کې د کشمیر مسئلې ته د ځای ورکولو له امله  مننه کوم. د کشمیر د مسئلې په اړه د ښاغلي اردوغان  د دریځ  نه  مننه کوم. »



اړوند خبرونه