هندي ځواکونو په پوله کې پر پاکستاني ځواکونو برید کړی
هندي ځواکونو په کشمیر کې د کنترول پر کرښه کې پر پاکستاني ځواکونو خونړی برید کړی .
1268517
د هندوستان د پوځ د عامه اړیکو دفتر د خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي دي چې هندي ځواکونو په کشمیر کې د کنټرول په کرښه کې پر پاکستاني ځواکونو برید کړی دی چې په نتیجه کې یو تن پاکستاني سرتیري ژوند د لاسه ورکړی دی .
د پاکستان پوځ ویلي دي چې هندي ځواکونه د اوربند نه سرغړونو ته دوام ورکوي چې دادی یو ځل بیا يي سرغړونه وکړه.
ویل کیږي هندي ځواکونو د برید د حاجي پير سکټر په سیمه کې کړی دی چې په نتیجه کې د غلام رسول په نامه سرتیري ژوند د لاسه ورکړی دی.