د پاکستان په پلازمینه اسلام آباد کې پر پولیسو خونړی برید شوی دی.

په اسلام آباد کې پر پولیسو برید شوی

1256575
د پاکستان په پلازمینه اسلام آباد کې پر پولیسو خونړی برید شوی دی.

 

د اسلام آباد نه  زمونږ  خبریال  په راستولي رپوټ کې ویلي دي چې تیره شپه د اسلام آباد  تهانا سبزي مڼډوي  په سیمه کې  په لویه لاره کې  ناپیژانده کسانو پر پولیسو وسله وال برید وکړ.

پدې برید کې دوه تنه پولیس مړه او یو تن بل ټپي شو.

پولیسو ویلي دي چې  د نوموړي برید په اړه يي پراخه تحقیقات پیل کړي دي. د نوموړو تحقیقاتو په اړه يي یو څیړنیز  ټیم  په نده ګمارلی دی.

د پیښې ټپي پولیس  ویلي دي چې  دوه تنه ددوې خوا ته د رانږدې کیدو سره سم  پر دوی  ډزې  پیل کړې.

برید کوونکي د ډزو نه وروسته  د سیمې نه په تیښته بریالي شو.

ټپي پولیس ویلي دي چې  برید کوونکي دوه تنه وو چې  یو يي د ۲۴ کلونو او بل يي د ۳۰ کلونو په سن  وو.



اړوند خبرونه