روحاني : امریکا پر ایران د تحریمونو سره د ضرر نه پرته ګټه نشي ترلاسه کولې
د ایران ولسمشر حسن روحاني وویل چې امریکا متحده ایالتونه به پر ایران د لګولو تحریمونو نه هیڅډول ګټه ترلاسه نکړي، او ددې بهیر د دوام په صورت کې به هر سړی ستر زیانونه وویني.
د ایران د ولسمشرۍ ماڼۍ د معلوماتو له مخې د نوموړي هیواد ولسمشر حسن روحاني د فرانسې د ولسمشر امانویل ماکرون سره د ټیلیفون په کرښه خبرې وکړې. دواړو مشرانو د اټومي تړون او د سیمې د جنجالونو په اړه خبرې کړي دي.
روحاني د ماکرون سره په ټیلیفوني خبرو کې ددې خبرې په ټینګار ویلي دي چې د امریکا سیاستونو او کړنو د سیمې امنیت او استقرار او په نړۍواله کچه پر اړیکو ډیره ناوړه اغیزه کړې ده . هغه ویلي دي چې په سیمه کې د روانو کړکیچونو لامل ایران نه بلکې امریکا دی.
روحاني ویلي دي چې د امریکا لخوا د ایران په مقابل کې اوچت شوي دا خصمانه ګامونه به نوموړي هیواد ته د ذرې په اندازه ګټه ونه رسوي. ددې حالاتو د دوام په صورت کې به هر پلو ستر زیانونه وویني.
روحاني ویلي دي چې د اټومي تړون نه موخه د نورو هیوادونو سره د ایران د اړیکو نورمالول وو. هغه ویلي دي چې ایران د اټومي تړون په ټکي ټکي د پوره عمل سره د اقتصادي پلوه ډیر لږ څه ترلاسه کړي وو. همداشان د امریکا لخوا د اټومي تړون نه د جلا کیدو نه وروسته سره ددې چې اروپايي هیوادونو جدي کوم ګام اوچت نکړ بلکې یو زیات شمیر اروپايي شرکتونه له ایران نه بهر شول.
د فرانسې ولسمشر ماکرون بیا ویلي دي چې فرانسې د اټومي تړون نه د ایران د منافعو او د نورو هیوادونو سره د اړیکو د نورمالولو په لاره کې ډیرې زیاتې هلې ځلې کړي دي. د امریکا د تحریمونو سره سره اروپايي ټولنې هیوادونو د ایران سره د اقتصادي اړیکو د ساتلو په خاطر هلې ځلې کړي دي.
ماکرون ویلي دي چې د امریکا لخوا پر ایران یو پلوي تحریمونه د منلو وړ ندي. په سیمه کې د روانو ستونزو د حل او مناسبې او عادلې حل لارې د موندولو په خاطر باید کار وکړو.