په پاکستان کې پر پولیسو غبرګ بریدونه شوي
د پاکستان په خیبرپښتونخوا ایالت کې په غبرګو بریدونو کې لږ تر لږه نږدې ۴۰ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د پاکستان د دیرې اسماعیل خان په سیمه کې د ناپیژنده موټر سایکل سپرو لخوا پر پولیسو وسله وال برید وشو. پدې برید کې دوه تنو پولیسو ژوند د لاسه ورکړ او ځینې نور ټپيان شول.
همداشان د دیرې اسماعیل خان په سیمه کې د روغتون په مخکې یو تن ځانمرګي برید کوونکي هله پر پولیسو برید وکړ چې ټپیان يي روغتون ته راوړل. پدې پيښه کې هم ۴ تنو پولیسو او ۳ تنو ملکي وګړو ژوند د لاسه ورکړ.
د دیرې اسماعیل خان د سیمې د پولیسو د یو تن مشر سلیم ریاض خان خبري رسنیو ته ویلي دي چې پدې بریدونو کې د ۶ تنو پولیسو په ګډون ۹ تنو ژوند د لاسه وکری او ۳۰ تنه نور ټپيان شوي دي.
د بله بله په سیمه کې د بمونو متخصص عنایت الله خان د تحقیقاتو پر مهال ویلي دي چې پدې ځانمرګي برید کې د ۷ کیلوګرامه چاودیدونکو توکو نه کار اخیستل شوی دی.
د برید مسئولیت پاکستاني طالبانو په غاړه واخیسته.
د ویلو ده چې د افغانستان سره په پوله کې پرته په دیرې اسماعیل خان سیمه کې وخت نا وخته دیته ورته بریدونه کیږي.