ایران: امریکا د ایران د دیني مشر نوم د تحریمونو په لست کې د شاملولو سره د ډیپلوماسۍ دروازې وتړلې
د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند عباس موسوي وویل چې امریکا د ایران دیني مشر ایت الله خامنه يي او د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف نومونه د تحریمونو په لست کې د شاملولو سره د ډيپلوماسۍ دروازې د تل لپاره وتړلې.
هغه ویلي دي چې امریکا د ایران د دیني رهبر خامنه يي او د ډیپلوماسۍ د قومندان جواد ظریف نومونه په بې فایدې تحریمونو لست کې د شاملولو سره په اصل کې د ډیپلوماسۍ دروازې د تل لپاره وتړلې.
هغه وویل چې امریکا د نړۍوالې سولې او امنیت د حفاظت په موخه جوړ شوي ټول نړۍوال میکانیزمونه یو یو د لمنځه وړو هڅه کوي.
د ویلو ده چې د امریکا متحده ایالتونو لخوا د ۲۰۱۸ میلادي کال د مې په میاشت کې د ایران او پنځه جمع یو د هیوادونو سره د لاسلیک کړي اټومي تړون نه د وتو نه وروسته د ایران او امریکا ترمنځه خړې شوې اړیکې د تیرې پنجشنبې پر ورځ د ایران لخوا د هرمز تنګي ته نږدې د امریکايي ډرون الوتکې د ویشتو سره ښې پسې خړې شوې .
ایران ویلي وو چې امریکايي ډرون الوتکه يي ددوې هوايي حریم ته د داخلیدو له امله وویشته خو امریکا بیا د ایران ادعا رد کړه او وویل چې ایران ددوې الوتکه د نړۍوالو اوبو د پاسه ویشتې ده .
د امریکا متحده ایالتونو ولسمشر دونالد ټرمپ پرون د ایران د دیني مشر خامنه يي په ګډون د یو زیات شمیر مقاماتو نومونه د نوو تحریمونو په لست کې شامل کړل. همداشان امریکا ویلي دي چې په راتلوونکي اونۍ کې به د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف نوم هم د تحریمونو په لست کې شامل کړي.