ملګروملتونو سازمان سعودي ژورنالست جمال قاشقچي په اړه راپور خپور کړ.
ملګري ملتونه : د قاشقچي د جنایت په اړه د سعودي عربستان ولیعهد شهزاده هم باید وڅیړل شي
دا راپور چې د ملګروملتونو سازمان د راپورترې اګنس کالامار لخوا جوړ شوی دی پکې ویل شوي دي چې جمال قاشقچي د جنایت یواځنی مسئول سعودي عربستان دی. هغه د سعودي عربستان لخوا پرته د محاکمې وژل شوی دی.
همداشان په راپور کې ددې خبرې په ټینګار ویل شوي دي چې سعودي عربستان د ډیپلوماتیک مصئونیت د سو استعمالولو له امله باید د ترکیې د حکومت نه بښنه وغواړي.
د ملګروملتونو سازمان پرته د محاکمې د جنایتونو ځانګړې راپورترې دا راپور د ډیرو زیاتو تحقیقاتو نه وروسته جوړ او خپور کړ.
همداشان په راپور کې ویل شوي دي چې امریکا متحده ایالتونه د قاشقچي د جنایت د څیړولو په خاطر باید اف بي ای یا د فدرال تحقیقاتي دفتر په دنده وګماري.
په راپور کې راغلي دي چې ددې جنایت په اړه داسې کره اسناد او شواهد موندل شوي دي چې د سعودي عربستان د ولیعهد شهزاده محمد بن سلمان په ګډون د جګپوړو چارواکیو باید تحقیقات وشي.
همداشان د قاشقچي د جنایت له امله په سعودي عربستان په لګول شوو تحریمونو کې د نوموړي هیواد ولیعهد شهزاده محمد بن سلمان او د هغه شخصي شتمني هم باید داخله کړی شي.
همداشان د ملګروملتونو دې راپورترې ویلي دي چې د ملګروملتونو سازمان سرمنشي ګوتریس هم د قاشقچي د جنایت په اړه د جزايي تحقیقاتو د پيلولو غوښتنه کړې ده .