پاکستان کې نامعلومو وسله والو ۱۴ تنه په ډزو ووژل

د پاکستان  د بلوچستان ایالت د مکران کوسټل په لویه لاره کې  نامعلومو وسله والو  کسانو  ۱۴ تنه  مساپر د موټرو نه ښکته کړي او په ډزو وژلي دي.

1185452
پاکستان کې نامعلومو وسله والو ۱۴ تنه په ډزو ووژل

 

د بلوچستان ایالت د پولیسو یو تن مشر محسن حسن بټ خبري رسنیو ته ویلي دي چې  نامعلومو کسانو  تیره شپه  د ۱۲ نیمو او یوې بجې ترمنځه  د کراچۍ ښار نه د ګوادر د ښار پر لورې  روان  ۵ یا ۶ بسونه  درولي  او مساپر يي ترینه ښکته کړي دي.

د پولیسو مشر ویلي دي چې  وسله والو  لومړی  په بسونو کې د مساپرو  شناختي کارتونه یا پيژندپاڼې  کنټرول کړي دي او وروسته يي  ۱۶ تنه  د بسونو نه  ښکته کړي دي.

هغه ویلي دي چې وسله والو کسانو  د بسونو نه  ښکته کړي مساپر  په ډیره  کمه مصافه کې  په ډزو ویشتي دي. د نوموړو ۱۶ تنو مساپرو نه  ۲ تنه په تیښته بریالي شوي دي او ځانونه يي نږدې  د پولیسو  استیشن ته رسولي دي.

عینې شاهدانو ویلي دي چې  نامعلوم  وسله وال  د ۱۵ نه تر ۲۰ تنو پوري وو. دا لا معلومه نده چې  برید کوونکو  دا کسان  ولې وژلي دي.

د پیښې نه وروسته  پولیس  په سیمه کې پراخه  تحقیقات پیل کړي دي. د پیښې د قربانیانو مړي  نږدې روغتونونو ته انتقال شوي دي.

د ویلو ده چې دا لومړی ځل ندی چې په بلوچستان کې دا ډول پيښه رامنځته کیږي. په ۲۰۱۵ کال کې هم  نامعلومو وسله والو کسانو ۱۹ تنه تښتولي وو چې وروسته يي ټول  وژلي وو.



اړوند خبرونه