په پاکستان کې د سیلاونو له امله ۳۹ تنو ژوند د لاسه ورکړ

په پاکستان کې د زورورو بارانونو د اورښت په پایله کې د راوتلو سیلاونو له امله  ۳۹ تنو ژوند  د لاسه ورکړی دی.

1184882
په پاکستان کې د سیلاونو له امله ۳۹ تنو ژوند د لاسه ورکړ

 

د پاکستان د ناورین  ملي ادارې  ویلي دي چې د هیواد په شمال لویدیځ کې د خیبرپښتونخوا ایالت او په  سویل لویدیځ کې  د بلوچستان په ایالت کې  د تیرو دوو ورځو راهیسې  د  زورورو بارانونو د اورښت په پایله کې د راوتلو سیلاونو  له امله  لږ تر لږه  ۳۹ تنو ژوند د لاسه ورکړی  او ګن شمیر کسان ټپیان شوي دي.

په دواړو ایالتونو کې  په سلګونو کورونو ته  زیانونه اوښتي  او بعضې  کورونه په کامله توګه  چپه شوي دي.

د بله پلوه  د پاکستان  د هوا پیژندنې ادارې ویلي دي چې  د اټکلونو له مخې  په یادو شوو ایالتونو کې به د باران اورښت  دوه ورځې نور هم  دوام وکړي.

د بله پلوه په افغانستان کې هم  د زورورو بارانونو د اورښت له امله په یو زیات شمیر ولایتونو کې  سیلاونه  راوتلي دي.

د پلازمینې کابل  سیند  د اوبو د کچې د لوړیدو له امله  اوبه په سر اوښتي دي او یو زیات شمیر لارې او سړکان يي د اوبو لاندې کړي دي.

همداشان  د افغانستان په هرات ولایت کې هم  د سیلاونو له امله  د ګڼ شمیر کسانو  د مرګ ژوبلې نه خبر ورکړ شوی دی.

تیره ورځ په هرات ولایت کې  یو مساپر وړونکی موټر  چې ۱۷ تنه مساپر پکې سپاره وه  په سیلاو کې لا درکه شوی دی.

په کابل کې هم  د تیرې ورځې په سیلاونو کې د څو تنو  د وژل کیدو نه خبر ورکړ شوی دی. یو زیات شمیر کورونو زیان لیدلی دی.



اړوند خبرونه