پاکستان  د ترکیې په ګډون د پنځو هیوادونو وګړو ته  د برښنايي ویزې سیستم  پیلوي.

پاکستان هم د الکترونیکي ویزو په سیستم پیل کوي

1162482
پاکستان  د ترکیې په ګډون د پنځو هیوادونو وګړو ته  د برښنايي ویزې سیستم  پیلوي.

دا خبره  د پاکستان د معلوماتو او نشراتو  وزیر فواد چوهدري وکړه.

هغه  په پلازمینه اسلام آباد کې  د ترکیې د رسمي خبري اژانس د اناتولیا د دفتر د پرانیستو په مراسمو کې  وویل چې پاکستان  د ویزې په برخه کې د نوو اصلاحاتو په ترڅ کې  په لومړني ګام کې د ترکیې په ګډون د پنځو هیوادونو وګړو ته  د الکترونیکي یا انلاین ویزې په سیستم  پیل کوي.

هغه وویل چې د ترکیې او انګلستان په ګډون  د ۵ هیوادونو وګړي په انلاین  توګه کولای شي چې  د پاکستان ویزه ترلاسه  او پاکستان ته  سفر وکړي.

هغه وویل چې  لومړی وزیر عمران خان به د مارچ په ۱۴ مه نیټه  د ویزې د نوي سیستم  په اړه  هر اړخیز معلومات ورکړي.

د بله پلوه په پاکستان کې د ترکیې لوی سفیر احسان مصطفی یوداکول  وویل چې  د پاکستان لخوا د ترکي وګړو لپاره د برښنايي ویزو د پیلولو سره به ددې هیواد په اړه د ترکي سوداګرو لیوالتیا لا پسې ډیره  شي. زمونږ ترمنځه اقتصادي او سوداګریزې اړیکې به لا پراختیا ومومي.

هغه وویل چې ترکي پانګه والو د پاکستان په اړه  خوشبیني  او لیوالتیا  درلوده  خو ددې ګام  سره  به لا زیاته شي. پاکستان ډیر ښکلی هیواد دی  او خلک يی هم  ډیر میلمه پالي دي. پدې هیواد کې  یو زیات شمیر طبعي ښکلاګانې  شتون لري چې باید ترینه لیدنه وشي. پاکستان  غواړي چې  د لا زیاتو ترکانو  کوربه توب وکړي.



اړوند خبرونه