روسیه په پاکستان کې د انرژۍ په برخه کې لس میلیارده ډالره پانګه اچونه کوي.
د روسیې لخوا په پاکستان کې ستره پانګه اچونه
روسیه غواړي چې په منځني ختیځ کې خپل ګاز د پاکستان له لارې د سویلي اسیا بازارنو ته انتقال کړي. همداشان روسیه به په پاکستان کې د نفتو د پلټنو په چارو کې هم پانګه اچونه وکړي.
د روسیې د انرژۍ دولتي شرکت ګازپورم د پاکستان د ګازو د نړۍوالو سیستمونو د شرکت سره پدې اړه تړون لاسلیک کړ.
د تړون د لاسلیکولو په مراسمو کې د پاکستان د نفتو وزیر غلام سرور خان هم ګډون کړی وو.
هغه د تړون د لاسلیکولو نه مخکې وویل چې د روسیې د انرژۍ د وزیر سره د تیر کال د سپټمبر په میاشت کې لیدلي وو. پدې لیدنه کې په منځني ختیځ کې د روسیې ګازو د سمندر په تل کې د نللیکې سره د پاکستان له لارې سویلي اسیا بازارونو ته د انتقالولو په سر توافق وکړ.
هغه وویل چې روسیه به د ګازو او نفتو د پلټنو په برخه کې لس میلیارده ډالره پانګه اچونه وکړي.
وروسته د پاکستان او روسیې د انرژۍ د شرکتونو د مشرانو تړون لاسلیک کړ.
د پاکستان د انرژۍ دولتي شرکت ویلي دي چې روسیه به په منځني ختیځ کې خپل ګازو د نللکې په ذریعه سمندر په تل کې پاکستان ته راورلیږي. همداشان د روسیې د ګازو دولتي شرکت به په پاکستان کې د مځکې لاندې د ګازو ذخیرو د جوړولو او تیلو د پلټنو په چارو کې پانګه اچونه وکړي.
روسیه به ددې نللیکې له لارې پاکستان ته د ورځې د ۱۴ نه نیولې تر ۲۸ میلیونو متر مکعب ګاز انتقال کړي. همداشان ګازو به د همدې نللیکې په ذربعه د د سویلي اسیا یو زیات شمیر نورو هیوادونو ته هم ګازو انتقال کړي.
ګازو پورم شرکت ویلي دي تمه کوي چې نللیکې د غغولو چارې د څلورو کلونو په دننه کې سرته ورسیږي.