پاکستان  د بهرنیو پانګوالو د جلب او جذب  په خاطر  هلې ځلې کوي.

سعودي عربستان په پاکستان کې پانګه اچونه کوي

1123569
پاکستان  د بهرنیو پانګوالو د جلب او جذب  په خاطر  هلې ځلې کوي.

 

د سعودي عربستان ولیعهد شهزاده محمد بن سلمان  راتلوونکي میاشت  کې پاکستان ته  د سفر سره  غواړي چې ددې هیواد سره  د لس  میلیارده  ډالرو د پانګه اچونې  په برخه کې تړون لاسلیک کړي.   

دا خبره  د پاکستان د مالیې وزیر اسد عمر د ډاون نیوز سره  په مرکه کې کړې ده . هغه ویلي دي چې د  پاکستان لومړي وزیر عمران خان  د پانګه والو لپاره د اسانتیاوو د رامنځته کولو  د ریاست  په غونډه کې  د خپلې وینا په ترڅ کې وویل چې  په راتلوونکو میاشتو کې به  د سعودي عربستان سربیره د چین، متحده عربي اماراتو  او مالیزیا په څیر د هیوادونو سره هم  سعودي عربستان ته ورته  د پانګه اچونو په برخه کې  تړونونه لاسلیک کړي.

اسد عمر ویلي دي چې  د سعودي عربستان  ولیعهد شهزاده محمد بن سلمان  راتلوونکي میشات کې پاکستان ته  د خپل سفر په ترڅ کې به  د لس میلیاردو ډالرو په ارزښت د پانګه اچونو تړون لاسلیک کړي.

هغه ویلي دي چې سعودي عربستان غواړي چې په پاکستان کې د تیلو، پطروکیمیا، نوې کیدونکې انرژۍ او معدن  په برخو کې  پانګه اچونه وکړي.

هغه ویلي دي چې سعودي عربستان به ددې پانګه اچونو  ۶۵ سلنه د هیواد  تر ټولو په لوی تجارتي ښار کراچۍ کې وکړي.

پدې چوکاټ کې به د سعودي عربستان د تیلو تر ټولو لوی شرکت په پاکستان کې د تیلو د تصفیې  ډیر ستر مرکز جوړ کړي. همداشان  د سعودي عربستان  د نوي کیدونکې انرژۍ نامتو د اکوا پاور شرکت به  هم  په خپله برخه کې پانګه اچونه وکړي.

هغه وویل چې  چین  د پاکستان سره د اقتصادي  دهلیز د پروژې په چوکاټ کې به یو زیات شمیر صنعي پارکونه  او تجاري ښار کوټي جوړ کړي، متحده عربي امارات به په ساختماني برخو کې پانګه اچونه وکړي   او مالیزیا غواړي چې  د حلالې غوښې، قیمتي کاڼو، معلوماتي تکنالوژۍ او عالي تکنالوژۍ  په تعلیمي برخو کې  پانګه اچونې وکړي.

هغه ویلي دي چې پاکستان د بهرنیو پانګه والو لپاره ۴۷ مالیې ۲۱ ته راټیټې کړي دي.



اړوند خبرونه