سوات کې چاودنه شوې
د پاکستان په سوات کې چاودنې مرګ ژوبله اړولې
1092005
د پاکستان د خیبرپښتونخوا ایالت د سوات په سیمه کې چاودنه وشوه.
د پاکستان نه د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې چاودنه د سوات د مټه د سیمې د ارکوټ نیلاګرام په کلي کې شوې ده .
ویل کیږي چاودنه د یو ناچایدونکي هاوان مرمۍ د چاودنې په پایله کې رامنځته شوې ده . پدې پیښه کې ۳ تنو ماشومانو چې ناچاویدونکي مرمۍ تر څنګ يي لوبې کولې ژوند د لاسه ورکړی دی.
پولیسو ویلي دي چې ۴ تنو ماشومانو د یوې ناچاودیدونکي مرمۍ ترڅنګ لوبې کولې چې ناڅاپه ډیره زوروره چاودنه رامنځته شوه. په چاودنه کې ۳ تنو ماشومانو ژوند د لاسه ورکړ او یو تن بل ټپي شو.
ویل کیږي د پیښې قربانیان ټول د یوې کورنۍ غړي دي. پولیسو د پیښې په اړه تحقیقات پيل کړي دي.