په ايران کې په پوځي مراسمو خونړی بريد وشو
د ايران د اهواز په ښار کې پر پوځيانو خونړی بريد وشو
په ايران کې په پوځي مراسمو خونړی بريد وشو.
د ايران د دولتي تلويزيون د خبر له ترهګرو د پوځې رسم ګذشت پرمهال په امنيتي ځواکونو ډزې وکړې چې له امله يي ګن شمير پوځيانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د ايران د ايرنا خبري اژانس ويلي دي چې پيښه د اهواز په ښار کې رامنځته شوې ده.
ايرنا په پيښه کې د ۲۴ تنو د وژل کيدو او تر ۵۰ تنو ډيرو د ټپي کيدو نه خبر ورکړی دی .
ايراني مقاماتو په وينا په قربانيانو کې ښځې او ماشومان هم شتون لري. د مړو د شميرې د لوړيدو په اړه هم انديښنه ښودل شوې ده. د ټپيانو نه د ډيرو روغتيايي حالت ښه ندی.
ايرنا خبري اژانس ويلي دي چې بريد د ۴ تنو لخوا شوی دی چې ټول د امنيتي ځواکونو لخوا مړه او ټپي نيول شوي دي. په داسې حال کې چې د بريد مسئوليت تر اوسه پورې چا په غاړه ندی اخيستی خو ايران دبريد کوونکو نه د تکفيري وسله والو په توګه يادونه کړې ده.
ايران ويلي دي ګمان کيږي چې بريد د اهواز د سيمې د بيلتون غوښتونکو لخوا شوی وي.
ايران ويلي دي چې ددې بريد غچ به خامخا واخلي.