په پاکستان کې د ولسمشرۍ د ټاکنو نیټه معلومه شوه.
د پاکستان د ټولټاکنو خپلواک کمیسیون د ولسمشرۍ د ټاکنو لپاره د ۲۰۱۸ کال د سپټمبر ۴مه نیټه وټاکله.
د ټولټاکنو د خپلواک کمیسیون لخوا د خپور شوي بیان له مخې د ولسمشر ممنون حسین د دندې موده د سپټمبر په ۹ مه نيټه پایته رسیږي چې د همدې امله د سپټمبر په څلورمه نیټه د ولسمشرۍ د ټاکنو د ترسره کولو پریکړه وشوه.
په بیان کې راغلي دي چې د ولسمشرۍ لپاره نوماندان کولای شي چې د اګست د ۲۷ مې نیټې د غرمې تر ۱۲ بجو پورې په پلازمینه اسلام آباد، لاهور، کراچۍ، پیښور او کوټې ښارونو کې د ولسمشرۍ دفاترو ته د نوماندۍ وړاندیز تسلیم کړي.
په بیان کې راغلي دي چې د نوماندۍ وړاندیزونه به د اګست تر ۲۹ مې نیټې وڅیړل شي او د اګست په ۳۰ مه نیټه به د ولسمشرۍ لپاره د نوماندانو لست خپور شي.
د ویلو ده چې ټاکنې به د سپټمبر په ۴ مه نیټه د سهار په لسو بجو پیل او تر مازیګر ۴ بجو به دوام وکړي.
ټاکنې په فدرال مجلس،سنا مجلس او د څلورو ایالتونو په مجلسونو کې په هممهاله توګه ترسره کیږي.
د ویلو ده چې په پاکستان کې د ولسمشرۍ ټاکنې باید د اګست تر اتمې نیټې شوي وی خو داچې پارلمان خپل دنده په رسمي توګه پیل کړې نوه د همدې امله ټاکنې وځنډول شوې.