د پاکستان د ټولټاکنو کمیسیون تحریک انصاف ګوند د ټولټاکنو رسمي ګټوونکی ګوند اعلان کړ
د پاکستان د ټولټاکنو خپلواک کمیسیون د تیرې چارشنبې د ورځې د پارلماني ټاکنو ګټوونکو د تحریک انصاف ګوند اعلان کړ.
د پاکستان د ټولټاکنو خپلواک کمیسیون د تیرې چارشنبې د ورځې د پارلماني ټاکنو ګټوونکو د تحریک انصاف ګوند اعلان کړ.
د پاکستان د ټولټاکنو خپلواک کمیسیون ویلي دي چې د عمران خان په مشرۍ د تحریک انصاف ګوند د جولای د ۲۵ مې په ټولټاکنو کې د پارلمان د ۲۶۹ څوکیو نه ۱۱۴ څوکۍ ترلاسه کړي دي.
کمیسیون د عمران خان په مشرۍ د تحریک انصاف ګوند په رسمي ټوګه د ټولټاکنو ګټوونکی اعلان کړ خو ویلي دي چې دا ګوند ندی توانیدلی چې په ولسي جرګه کې غوڅ اکثریت ترلاسه کړي. د همدې امله دا ګوند د حکومت د جوړولو په خاطر مجبور دی چې د نورو ګوندونو سره ایتلاف وکړي.
د ویلو ده چې د پاکستان پدې ټاکنو کې د مسلم لیګ ن ګوند بیا ۶۲ څوکۍ ترلاسه کړي دي. عمران خان په یواځې ځان د حکومت د جوړولو په خاطر ۱۳۷ څوکیو ته اړتیا لري .
په دریم کتار کې بیا د پاکستان د خلګو ګوند قرار نیولی دی. دې ګوند په پارلمان کې ۴۳ څوکۍ ترلاسه کړي دي.
د بله پلوه د پاکستان د پنجاب په ایالت کې د واکمن ګوند او مسلم لیګ ګوند ترمنځه د حکومت د جوړولو پر سر جدي ناندرۍ پیل شوي دي.
د پنجاب پخوانی لومړی وزیر شهباز شریف د ټولټاکنو پایلې نه مني او وايي چې په ټاکنو کې درغلۍ شوي دي.
عمران خان بیا ویلي دي چې حاضر دی چې د درغلیو ادعاګانې په ګډه وڅیړي.
د ویلو ده چې عمران خان د بري د ترلاسه کولو نه وروسته پرون خپله لومړنۍ تلویزیوني وینا وکړه.
هغه په خپله لومړنۍ وینا کې د حکومت د شکل او خپل بهرني سیاست او په ځانګړې توګه ګاونډیانو سره د اړیکو په اړه هم کافي معلومات ورکړل.
عمران خان د افغانستان سره د اړیکو او پدې هیواد کې د سولې په اړه وویل « د افغانستان خلک په نړۍ کې تر ټولو زیات د ترهګرۍ او جګړو قرباني شوي دي. د همدې امله په نړۍ کې تر ټولو زیات همدا خلک سولې او ټیکاو ته اړتیا لري.»
هغه وویل چې غواړي افغانستان سره ډیرې ښې اړیکي ولري . حتا داسې اړیکې چې د اروپايي ټولنې په څیر ددې دوو هیوادونو ترمنځه پولې شتون ونلري. پولې تل د یو بل پر مخ پرانیستې وي. هغه وویل چې په افغانستان کې سوله او ټیکاو په پاکستان کې د سولې او ټینکاو په معنی دي. هر کله چې پدې هیواد کې سوله راغله په پاکستان کې پخپله سوله راځي.
هغه د امریکا سره هم د ښو اړیکو غوښتنه وکړه . هغه وویل چې د امریکا سره یو اړخیزې نه بلکې دوه اړخیزې اړیکې غواړي. متقابلې اړیکي.