په پاکستان کې د مساپروړونکي موټر د اور اخیستو له امله فاجعه رامنځته شوه
د پاکستان د کوهاټ په ښار کې د یو مساپروړونکي موټر د اور اخیستو له امله ګڼ شمیر کسانو ژوند د لاسه ورکړ.
985809
د پاکستان د کوهاټ په ښار کې د یو مساپروړونکي موټر د اور اخیستو له امله ګڼ شمیر کسانو ژوند د لاسه ورکړ.
د پاکستان نه د ترلاسه شوي رپوټ له مخې پیښه نن د جون پنځمه د سې شنبې د سهار په وختي ساعتونو کې رامنځته شوه.
پیښه د کوهاټ ښار د خواصي بندا په سیمه کې د انډس په لویه لاره کې رامنځته شوې ده .
د سیمې پولیسو خبري رسنیو ته ویلي دي چې د لومړنیو معلوماتو له مخې په پیښه کې لږ تر لږه ۶ تنو ژوند د لاسه ورکړی او ۶ تنه نور سخت ټپیان شوي دي چې روغتونونو ته انتقال شوي دي.
پولیسو ویلي دي چې مساپروړونکي کوچني موټر د حرکت په حال کې اور اخیستی او مساپرو د موټر نه د وتو فرصت هم ندی موندلی.
د پيښې اصلي لامل ناڅرګند دی او په اړه يي تحقیقات پیل شوي دي. د پيښې نه وروسته د انډس لویه لاره د څه مودې لپاره د ټرافیک پر مخ تړل شوې وه.