ايران : له اسراييلو سره مو نه دي ليدلي

ايران د اردن په پلازمېنه عمان كې د اسراييلي چارواكو سره د خبرو اترو ترسره كېدل رد كړل.

980860
ايران : له اسراييلو سره مو نه دي ليدلي

 

ايران د اردن په پلازمېنه عمان كې د اسراييلي چارواكو سره د خبرو اترو ترسره كېدل رد كړل.

د ايران د بهرنيو چارو د وزارت وياند بهرام قاسمي څرګنده كړه چې هغه ادعاګانې چې ګويا ايراني چارواكو د اردن ه پلازمېنه عمان كې د اسراييلي چارواكو سره ليدنه كړې ده، دروغ دي.

د ايلاف په نامه خبري سرچينې چې د سعودي عربستان پورې اړه لري او په لندن كې فعاليت كوي، ادعا كړې وه چې په عمان كې د ايران د سفير مجتبى فردوسپور په ګډون يو شمېر ايراني امنيتي چارواكو ددې ښار په يو هوټل كې د اسراييلي د استخباراتي ادارې موساد د مرستيال په مشرۍ د اسراييلي چارواكو سره خبرې كړې دي.

د خبري سرچينې د معلوماتو له مخې د دواړو هېوادونو استازو د يو هوټل په جلا جلا خونو كې اقامت درلود چې د يو تن اردني منځګړي په واسطه يې يو بل ته پيغامونه لېږل.

د غير مستقيمې ليدنې د اجندا موضوع د سوريې په سوېل لوېديځ كې په ځانګړې توګه د درعا د ښار په مربوطاتو كې د احتمالي نښتو په اړه وه. د ليدنې پر مهال پدې سيمو كې د بشار اسد د ځواكونو د مخالفينو ترمېنځ په احتمالي نښتو كې د ايران او حزب الله د ځواكونو ګډون نه كول او د اردن پر پوله باندې د امنيتي تدابير نيول ښودل شوي دي.



اړوند خبرونه