د پاکستان د خیبرپښتونخوا ایالت په مرکز پیښور کې چاودنه وشوه.
پيښور کې چاودنه وشوه
962116
د پاکستان د خیبرپښتونخوا ایالت په مرکز پیښور کې چاودنه وشوه.
د پيښور نه د ترلاسه شوي رپوټ له مخې چاودنه د پيښور ښار د ګل آباد د دلازاک روډ په سیمه کې رامنځته شوې ده .
د سیمې چارواکیو په وینا پدې پيښه کې لږ تر لږه ۴ تنه ټپیان شوي دي چې د درملنې په موخه روغتون ته انتقال شوي دي.
د ټپیانو نه د بعضو روغتیايي حالت ښه ندی.
پداسې حال کې چې په رسمي توګه د چاودنې د لامل په اړه څه ندي ویل شوي خو عیني شاهدانو بیا ویلي دي چې چاودنه د ګازو د بالون د چاودیدو په پایله کې رامنځته شوې ده .
د پيښې نه وروسته یو زیات شمیر د ژغورنې او روغتیايی ډلې سیمې ته ورسیدې.
چاودنې په سیمه کې د پام وړ مالي زیانونه اړولي دي.