په کوټه کې په مسیحي ډلې خونړی برید وشو

د پاکستان  د بلوچستان ایالت په مرکز  کوټه ښار کې  د  کلیسا په مخکې په مسیحي ډلې   وسله وال برید وشو.

952042
په کوټه کې په مسیحي ډلې خونړی برید وشو

د پاکستان  د بلوچستان ایالت په مرکز  کوټه ښار کې  د  کلیسا په مخکې په مسیحي ډلې   وسله وال برید وشو.

د ترلاسه شوي رپوټ له مخې دوو تنو موټر سایکل سپرو برید کوونکو  تیره ورځ  د ایسا نګري  په سیمه کې  د یوې کوچنۍ کلیسا په مخکې  په یوې ډلې مسیحیانو چې په کلیسا کې د عبادت کولو نه وروسته د کورونو پر لورې روان ول  ډزې وکړې.

په پیښه کې  دوه تنه مړه  او درې تنه  نور ټپیان شول.

د سیمې یو تن پولیس عطاالله شاه خبري رسنیو ته ویلي دي چې  پدې پیښه کې دوه تنه مړه او درې تنه نور ټپیان شوي دي. د ټپیانو نه  یوه کوچنۍ انجلۍ  او دوه تنه ښځې دي.

د پیښې نه وروسته د سیمې  مسیحیانو  په مظاهرې لاس پورې کړ.

د سیمې پولیسو  د پیښې په اړه  تحقیقات پیل کړي دي. د بلوچستان  لومړي وزیر  دا برید په کلکو ټکو وغنده  او ژمنه وکړه چې  هر څه ژر به برید کوونکي ونیول شي او د قانون منګولو ته به وسپارل شي.

د برید مسئولیت  تر اوسه پورې چا په غاړه ندی اخیستی. په پاکستان کې وخت نا وخته په لږه کیو  بریدونه کیږي.



اړوند خبرونه