هندي ځواکونو پر پاکستاني ځواکونو خونړی برید وکړ.
هندي ځواکونو یو ځل بیا د اوربند نه سرغړونه وکړه
هندي ځواکونو پر پاکستاني ځواکونو خونړی برید وکړ.
د هند او پاکستان په پوله کې د کنټرول په کرښه کې هندي ځواکونو د پاکستاني ځواکونو پر پوستو ډزې وکړې چې په پایله کې دوه تنه پاکستاني سرتیرو ژوند د لاسه ورکړ.
د پاکستان د پوځ ویاند پدې اړه په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي دي چې هندي ځواکونو د کنټرول په کرښه کې د بهمبهر سیکټر په سیمه کې په پاکستاني ځواکونو برید وکړ.
په برید کې دوه تنه پاکستاني سرتیرو ژوند د لاسه ورکړ.
په خبرپاڼه کې راغلي دي چې پاکستاني ځواکونو د هندي ځواکونو د تیري نه وروسته سمدلاسه په متقابلو بریدونو لاس پورې او د هندي ځواکونو په پوستو يي بریدونه وکړل.
د پاکستان تر کنټرول لاندې د آزاد کشمیر لومړي وزیر فاروق حیدر د هندي ځواکونو برید په کلکو ټکو غندلی دی او ویلي دي چې د آزاد کشمیر هر وګړی د خپل پوځ سره اوږه په اوږه د هیواد د خاورې نه دفاع ته تیار دی. پاکستان په خپل پوځ افتخار کوي.