په باجوړو کې په پاکستاني سرتیرو ځانمرګی برید وشو

د پاکستان  د خیبرپښتونخوا ایالت د باجوړ په قبایلي سیمه کې  په امنیتي ځواکونو  ځانمرګی برید وشو.

913208
په باجوړو کې په پاکستاني سرتیرو ځانمرګی برید وشو

د پاکستان  د خیبرپښتونخوا ایالت د باجوړ په قبایلي سیمه کې  په امنیتي ځواکونو  ځانمرګی برید وشو.

د سیمې نه د ترلاسه شوي  رپوټ له مخې  د باجوړ  ایجنسۍ  د ماموند  ولسوالۍ  د ګټکي  په سیمه کې  په امنیتي ځواکونو  ځانمرګی برید وشو.

ویل کیږي  ځانمرګی برید کوونکی  مخکې  ددینه چې  امنیتي ځواکونو  ته  نږدې شي  ځان يي ولوزو.

د سیمې  چارواکیو  خبري رسنیو ته ویلي دي چې  په امنیتي ځواکونو د ګزمې  پر مهال  د ځانمرګي برید هڅه وشوه. لومړی  یو تن  ځانمرګي برید کوونکي  امنیتي ځواکونو ته د ښه نږدې کیدو نه مخکې  ځان  ولوزو چې وروسته  دویم  ځانمرګی  د امنیتي ځواکونو په ډزو کې ووژل شو.

ویل کیږي پدې پيښه کې پاکستاني سرتیرو ته  ځاني زیان  ندی اوښتی  او یواځې ترهګر  له منځه تللي دي.

د برید نه وروسته  امنیتي ځواکونو سیمه  محاصره کړه او د پلټنې عملیات يي پیل کړل.

د برید نه وروسته  یو زیات شمیر  د ژغورنې  او روغتیايي ډلې سیمې ته  ورسیدې.

د ویلو ده چې تیره اوونۍ هم  باجوړ سیمه کې  د سولې د کمیټې په یو غړي  چاودنه وشوه.



اړوند خبرونه