د اردوغان – روحاني ټېلفوني خبرې
ولسمشر رجب طيب اردوغان د خپل ايران سيال حسن روحاني سره د ټېلفون پر كرښه خبرې وكړې.
913824
دواړو مشرانو د سوريې د عفرين او ادليب په سيمو كې د روانو چارو په اړه بحث وكړ. اردوغان او روحاني د ترهګرۍ پر وړاندې د ګډې مبارزې پر اهميت باندې ټينګار وكړ.
ولسمشر اردوغان د سوريې په شمال كې د پې كا كا د ترهګرې ډلې د څانګې پي واى ډي پر وړاندې د زيتون د څانګې تر نامه د پيل شوو عملياتو په اړه معلومات د خپل ايراني سيال حسن روحاني سره شريك كړل. دواړو مشرانو په سوريه كې د سياسي حل لارې په موخه د آستانې او سوچي له بهيرونو هم ملاتړ وكړ.
اردوغان همداراز په ايران كې د يوې مسافر وړونكې الوتكې د سقوط په پايله كې د وژل شوو كسانو كورنيو او ايراني ملت ته د تسليت مراتب وړاندې كړل.