په کوټه کې زوروره چاودنه وشوه
په پاکستان کې په کليسا کې چاودنه وشوه
د پاکستان د بلوچستان ايالت په مرکږ کوټې ښار کې په کلیسا ډله ایز برید وشو.
د سيمې نه د ترلاسه شوي رپوټ له مخې لومړی لومړی په کلیسا کې چاودنه وشوه.
د چاودنې نه وروسته په سيمه کې د ډږو غږونه هم اوريدل شوي دي.
پوليسو خبري رسنيو ته ويلي چې چاودنه په امداد چوک کې د قايم يو په کليسا کې شوې ده .
پوليسو په چاودنه او ډزو کې د ګن شمير کسانو د ټپي کيدو نه خبر ورکری دی.
پولیسو ویلي دي چاودنه هله رامنځته شوه چې په لسګونو تنه په کلیسا کې په دعا مصروف وو.
د سیمې په روغتونونو کې بیړی حالت اعلان شوی دی
د بلوچستان ایالت د کورنیو چارو وزیر سرفراز بکټي خبري رسنیو ته ویلي دي چې په کلیسا د ۴ تنو برید کوونکو لخوا برید شوی دی. هغه ویلي دي چې د برید کوونکو نه یو تن د کلیسا په دروازه کې د پولیسو لخوا وژل شوی دی.
همداشان بل برید کوونکي د کلیسا دروازې تر څیرمه ځان پورې تړلي چاودیدونکي توکي چولي دي.
دوه تنه نور ترهګر بیا په تیښته بریالي شوي دي.
د هغه په وینا پولیسو د ترهګرو د نیولو په خاطر پراخه عملیات پيل کړي او په سیمه کې د تګ راتګ عمومي لارې تر کنټرول لاندې نیولي دي.
د بلوچستان د کورنیو چارو د وزیر په وینا پدې پيښه کې تر اوسه پورې د ۵ تنو د وژل کیدو او ګڼ شمیر کسانو د ټپي کیدو نه خبر ورکړ شوی دی .
هغه ویلي دي چې د ټپیانو دقیقه شمیره معلومه نده.
د سیمې امنیتي سرچینو بیا پدې پیښه کې د ۲۴ تنو د ټپي کیدو نه خبر ورکړی دی. ویل کیږي د ټپیانو نه د ډیرو روغتیايي حالت باریکه دی. د مړو د شمیرې د لوړیدو په اړه اندیښنه شتون لري.