په پاکستان کې د عوامي نشنل ګوند د یو مشر په موټر چاودنه وشوه.
په پاکستان د سیاسي ګوند په مشر چاودنه وشوه
835175
په پاکستان کې د عوامي نشنل ګوند د یو مشر په موټر چاودنه وشوه.
د پاکستان د خبري رسنیو د خبر له مخې چاودنه د بلوچستان د هرنايي په ولسوالۍ کې وشوه.
د هرنايي د سیمې د پولیسو مشر عبدالسلام اڅکزي خبري رسنیو ته وویل چې نن د سپټمبر ۲۷ مه د جمعې ورځ د سهار په ساعتونو کې د عوامي نشنل ګوند د مشرانو نه د عبدالرزاق په موټر چاودنه وشوه.
په چاودنه کې د عوامي نشنل ګوند مشرانو نه عبدالرزاق او د هغه ورور ژوند د لاسه ورکړی دی.
د عبدالسلام په وینا د عبدالرزاق په موټر کې ۵ یا ۶ کیلوګرامه چاودیدونکي توکي ځای په ځای شوي وو .
هغه د پیشین په سیمه کې د ګوند غونډې ته روان وو چې په لاره کې پرې چاودنه وشوه.
هغه وویل چې پدې غونډه کې د عوامي نشنل ګوند عمومي مشر اسفندیار ولي خان او نورو مشرانو هم ګډون کولو.