په پاکستان کې د حقاني شبکې ته یو بل ستر ګوزار ورکړ شو.
امریکايي بې پيلوټه الوتکو د حقاني په پټنځایونو درانده بریدونه وکړل
828596
په پاکستان کې د حقاني شبکېد ته یو بل ستر ګوزار ورکړ شو.
د امریکا بې پیلوټه الوتکو په پاکستان کې د افغانستان سره په پوله کې په کرم ایجنسۍ کې په یو کور د توغندیو بریدونه وکړل.
د سیمې نه د ترلاسه شوي رپوټ له مخې برید د کرم ایجنسۍ د خرلاچي په سیمه کې د حقاني د شبکې اړوند په یو کور شوی دی .
په برید کې لږ تر لږه د ۲۰ تنو د وژل کیدو او لسو تنو نورو د ټپي کیدو نه خبر ورکړ شوی دی.
د ویلو ده چې امریکايي بیلوټه الوتکو پرون په سیمه هوايي بریدونه کړي وو.
د سیمې عیني شاهدانو ویلي دي چې د خرلاچي د کچ خرم په سیمه کې په یو کور دوه توغندي وتوغول. د برید نه وروسته سیمه په لوګو او د خاورو په ګردونو کې پټه شوه.
همداشان په سیمه د بې پیلوټه الوتکو الوتنې دوام لري.