په کرم ایجنسي کې په پاکستاني پوځیانو خونړي بریدونه وشول
د پاکستان د کرم ایجنسۍ په سیمه کې د پوځیانو په موټر غبرګ بریدونه وشول
د پاکستان د خیبرپښتونخوا ایالت د کرم ایجنسۍ په سیمه کې د افغانستان سره په پوله کې په پوځیانو پرله پسې بمي بریدونه وشول.
د پاکستان د پوځ د اطلاعاتو د مرکز د معلوماتو له مخې د افغانستان سره په پوله کې د کرم ایجنسۍ د خرلاچي د امنیتي پوستې ترڅنګ د پوځیانو په ګاډي چاودنه وشوه چې له امله يي د یو تن افسر په ګډون ۴ تنه پوځیان مړه او ۳ تنه نور ټپیان شول.
همداشان کله چې پاکستاني پوله ساتو د ټپي پوځیانو د مرستې په خاطر رادودنګل دویمه چاودنه وشوه.
پاکستاني پوله ساتو د پرله پسې چاودنو نه وروسته د خرلاچي په سیمه کې د افغانستان پر مخ سرحدي دروازه وتړله.
پاکستاني پوځیانو د برید کوونکو د نیولو په خاطر په سیمه کې پراخه پلټنې پیل کړې.
د پاکستان د پوځ د اطلاعاتو د مرکز لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي دي چې نوموړو پوځیانو په پاکستان کې د طالبانو د منګولو نه د ژغورلې کاناډايي کورنۍ په عملیاتو کې هم برخه اخیستې وه.