هندي ځواکونو یو ځل بیا د پاکستان خاوره بریدونه وکړل
هندي ځواکونو په پاکستان د بریدونو سره ۴ تنه ملکي وګړي ووژل.
هندي ځواکونو په پاکستان د بریدونو سره ۶ تنه ملکي وګړي ووژل.
د پاکستان د پوځ لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي دي چې هندي ځواکونو یو ځل بیا د پاکستان په خاوره د بریدونو سره د دوو تنو میرمنو په ګډون ۶ تنه ووژل.
په خبرپاڼه کې راغلي دي چې د هندوستان پوله ساتو د ورکنګ باونډري په سیمه کې په استوګنځایونو بریدونه کړي دي. د بریدونو له امله تر ۳۰ ډیرو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله واوښته. په پیښه کې ۶ تنه مړه او ۲۶ تنه نور ټپیان شوي دي
په خبرپاڼه کې راغلي دي چې پاکستاني ځواکونو د بریدونو نه سمدلاسه وروسته په هغه سیمو چې ډزې او بریدونه ترینه شوي وو په متقابلو بریدونو لاس پورې کړ.
پاکستان پوځ هم د پولې پورې غاړې ته د هندي ځواکونو په پوستو او مرکزونو درانده بریدونه وکړ چې وروسته د هندي ځواکونو بریدونه ودریدل.
په خبرپاڼه کې راغلي دي چې هندي ځواکونه وخت نا وخته دا ډول تیري کوي چې د سخت ځواب سره مخ کیږي.