د روميانو وسله وال ساتونكي!
د هندوستان د مېدياپراديش په ايالت كې د روميانو د نرخ د ناڅاپي لوړېدلو له امله د غلا له وېرې په يو ماركېټ كې دوكاندارانو د يوې شخصي امنيتي كمپنۍ اړوند وسله وال ساتونكي ګمارلي دي.
د هندوستان د مېدياپراديش په ايالت كې د روميانو د نرخ د ناڅاپي لوړېدلو له امله د غلا له وېرې په يو ماركېټ كې دوكاندارانو د يوې شخصي امنيتي كمپنۍ اړوند وسله وال ساتونكي ګمارلي دي.
د مېديارپراديش ايالت چې د پلازمېنې نوي ډيلي په ۹۰۰ كيلومترۍ كې پروت دى، پدې وروستيو كې د شديدو ورښتونو او سېلاوونو له امله د روميانو د كمښت سره لاس او ګرېوان دى. د همدې امله په ايالت كې د روميانو د غلا پېښې هم ډېرې شوي دي.
په يو ماركېټ كې د روميانو پلورونكو د غلا د مخنيوي په موخه وسله وال امنيتي ځواكونه په دنده ګمارلي دي.
دا په داسې حال كې ده چې تېر كال په همدې ايالت كې د روميانو د ډېر توليد او ټيټي بيې له امله بزګرانو به خپل محصولات په لارو او كوڅو كې تويول. سږ كال د روميانو بيه يواځې د تېرې اونۍ په پرتله دوه برابره شوې ده. اوسمهال په ايالت كې د يو كيلو روميانو بيه ۱۰۰ روپۍ ته لوړه شوې ده چې پخوا ۳۰ روپۍ وه.
په هند كې د اېنډيا ټوډې ورځپاڼې پدې اړه ليكلي دي چې پياز دومره مهم شى دى چې د هندوستان د حكومت د نسكورېدلو سبب ګرځېدلى شي خو روميان به هم لږ تر لږه حكومت ته سرخوږى رامنځته كړي.