په خیبرایجنسۍ کې د امنیتي ځواکونو په مرکز ځانمرګی برید وشو
په تیرا کې د امینتي ځواکونو په مرکز کې د سترې فاجعې مخه ونیول شوه
د پاکستان د خیبر ایجنسۍ د تیرا په سیمه کې د امنیتي ځواکونو په مرکز ځانمرګی برید وشو.
د خیبر ایجنسۍ د امنیتی سرچینو د خبر له مخې نن جمعه د سهار په ساعتونو کې دوو تنو ځانمرګیو برید کوونکو چې غوښتل د تیرا د ذخه خیلو په سیمه کې د امنیتي ځواکونو مرکز ته ننوځي په دروازه کې د ساتونکو لخوا وویشتل شول.
د برید کوونکو نه یو تن په دروازه کې ځان ولوزو. په پيښه کې دوه برید کوونکي مړه او دوه امنیتي افسران ټپیان شوي دي.
د پیښې ټپیان په چورلکه کې پیښور ته انتقال شوي دي. ویل کیږي د ټپیانو روغتیايي حالت باریکه دی.
پولیسو ویلي دي چې امنیتي ځواکونو د برید نه وروسته په سیمه کې پراخه د پلټنې عملیات پیل کړي دي.
د ویلو ده چې تیره شپه د پاکستان د کوټې په ښار کې هم په پولیسو د ګزمې پر مهال خونړی برید وشو چې په پایله کې ۴ تنو پولیسو ژوند د لاسه ورکړ.