په مري کې د کیبل کار د مزي د شلیدو له امله فاجعه رامنځته شوه
په مري کې د کیبل کار د مزي د شلیدو له امله ګڼ شمیر کسان ووژل شول
761672
د پاکستان د مري په ښار کې د کیبل کار د مزي د شلیدو له امله ستره فاجعه رامنځته شوه.
د پاکستان په توریستي د مري په سیمه کې د کیبل کار د مزي د شلیدو له امله لږ تر لږه ۱۱ تنو ژوند د لاسه ورکړ.
په سیمه کې د ژغورنې ډلې چارواکیو ویلي دي چې د پلازمینې اسلام آباد په ۳۰ کیلومترۍ کې پروت د مري په توریستي ښار کې د یو کیبل کار د مزي د شلیدو له امله ۱۱ تنو ژوند د لاسه ورکړ او یو تن بل سخت ټپیان شوی دی.
د ژغورنې ډلې ویلي دي چې په کیبل کار کې ۱۲ تنو شتون درلود چې د ۱۲۰ مترۍ نه راندې راګوزار شول.
د پیښې په اړه تحقیقات پیل شوي دي.
مري ښار هر کال د لسګونو زرو تنو ځايي او بهرنیو ګرځندویانو کوربه توب کوي.