په تهران كې د داعشي بريدګرو هويت څرګند شو.
د ايران د استخباراتو وزارت په تهران كې ددې هېواد د ديني مشر پر مقبرې او پارلمان باندې د پرونيو خونړيو بريدونو د بريګرو هويت افشا كړ.
748809
ددې وزارت د معلوماتو پر اساس د امام خميني پر مزار باندې ۵ تنو ډله ايز بريد كړى وو چې ټول يې د امنيتي ځواكونو لخوا وژل شوي دي.
ويل كيږي چې بريدګر يو كال وړاندې د داعش سره يو ځاى شوي دي او تهران ته د بريدونو په موخه له رقه او موصل نه راغلي دي.
د وزارت لخوا پدې اړه په خپره شوي اعلاميه كې ليكل شوي دي چې `` تېر كال د داعش يو تن لوړپوړي چارواكي ابو عايشې په امر پر ديني مراكزو د بريدونو لپاره تيارى نيول شوى وو. د ابو عايشې تر وژل كېدو وروسته دا ډله له هېواده تښتېدلې ده. پر تهران د بريد كوونكو نومونه قيوم، ابو جهاد، رامين، سيرياس او فريدون دي. د نوموړو تخلصونه ددې لپاره نه دې خپاره شوي چې كورنيو ته يې زيان ونه رسيږي.``
په پروني بريد كې ۱۷ تنه وژل شوي او ۵۲ تنه نور ټپيان دي.