د ولسمشرۍ لپاره د ایران د پخواني ولسمشر محمود احمدي نژاد نوماندي رد شوه.
د ایران د ټولټاکنو خپلواک کمیسیون د مې په ۱۹ مه په ترسره کیدونکو ټاکنو کې د ولسمشرۍ لپاره د نوماندانو وروستی لست خپور کړ.
د ولسمشرۍ لپاره د ایران د پخواني ولسمشر محمود احمدي نژاد نوماندي رد شوه.
د ایران د ټولټاکنو خپلواک کمیسیون د مې په ۱۹ مه په ترسره کیدونکو ټاکنو کې د ولسمشرۍ لپاره د نوماندانو وروستی لست خپور کړ.
د نوموړي لست له مخې د ولسمشر حسن روحاني لومړي مرستیال اسحاق جهانګیر، د ایران د پخوانیو ولسمشرانو هاشمي رفسنجاني او محمد خاتمي مرستیال مصطفی هاشمي تبا، په مشهد ښار کې د امام رضا د زیارت او وقف ریس ابراهیم ریسي، د تحران ښاروال محمد باقر قالیباف او د ایران د دیني مشر علي خامنه يي سلاکار مصطفی میر سلیم د ولسمشرۍ په ټاکنو کې د ګډون لپاره حق ترلاسه کړی دی.
همداشان د ایران د ټولټاکنو خپلواک کمیسیون ویلي دي چې د پخواني ولسمشر محمود احمدي نژاد نوماندي رد شوې ده.
د ویلو ده چې پخواني ولسمشر احمدي نژاد د دیني مشر علي خامنه يي د مخالفت سره سره د ولسمشرۍ لپاره خپله نوماندي اعلان کړې وه.
احمدي نژاد لومړی د خپل پخواني مرستیال نه ملاتړ اعلان کړی وو او ویلي وو چې پدې ټاکنو کې به د هغه نه ملاتړ وکړي خو وروسته يي بیا پخپله ځان نوماند کړ. احمد نژاد ویلي وو چې د ایران کورني او بهرني سیاست کې د موجودو ستونزو د حل په خاطر غواړي ولسمشر شي.
د محمود احمدي نژاد د نوماندۍ د ردیدو لامل ندی ښودل شوی.
د ویلو ده چې پدې ټاکنو کې د ایران د ولسمشر حسن روحاني په مقابل کې بله قوي څیره نه لیدل کیږي. سیاسي شننونکي پدې ګمان دي چې ډیری نوماندان به د ولسمشرۍ د ټاکنو د رانږدې کیدو سره د ولسمشر روحاني په ګټه د خپلې نوماندۍ نه لاس واخلي.
د ایران د ټولټاکنو خپلواک کمسیون ویلي وو چې ۱۶۳۶ تنو د ولسمشرۍ د نوماندۍ په خاطر وړاندیز کړی دی . ددې کسانو نه د لویې برخې د نوماندۍ وړاندیز رد شوی دی.