د پاکستان د کراچي په ښار کې په یو ډګروال وسله وال برید وشو.
د کراچۍ په ښار کې د بلوچ کالونۍ ترڅیرمه په یو متقاعد ډګروال خونړی برید وشو.
د پاکستان د کراچي په ښار کې په یو ډګروال وسله وال برید وشو.
د کراچۍ په ښار کې د بلوچ کالونۍ ترڅیرمه په یو متقاعد ډګروال خونړی برید وشو. په برید کې د ډګروال سربیره یو تن بل هم ژوند د لاسه ورکړی دی .
د کراچۍ د پولیسو په وینا برید د بلوچ کالونۍ ترڅیرمه د فیصل په جاده کې شوی دی.
پدې پیښه کې دوه تنه نور ټپیان شوي دي.
پولیسو ویلي دي چې برید د نامعلومو وسله والو لخوا ترسره شوی دی .
پولیسو ویلي دي چې د پیښې په ځای کې د دوو جلا جلا تپانجو مرمۍ موندلي دي. ددینه داسې ښکاري چې برید د موټر نه د دوو جلا جلا برید کوونکو لخوا شوی دی.
د بله پلوه عیني شاهدانو ویلي دي چې برید کوونکو د یو موټر نه د متقاعد ډګروال په موټر برید وکړ.
د ویلو ده چې نن د سهار په ساعتونو کې په لاهور ښار کې د سرشمیرنې په ډلې او پوځیانو باندې ځانمرګی برید وشو چې له امله يي ۴ تنو پوځیانو په ګډون ۶ تنو ژوند د لاسه ورکړ او ۲۰ تنه نور ټپیان شول.
سرچینه جیو نیوز