په پاړاچنار کې د چاودنې له له امله د مړو شمیره لوړه شوه
د پاکستان د پاړا چنار په سیمه کې د مرګ ژوبلې شمیره لوړه شوه
703019
د پاکستان د کرم ایجینسۍ د پاړا چنار په سیمه کې په یو بازار کې چاودنه وشوه.
چاودنه د پاړاچنار په مرکزي د نور په بازار کې شوې ده . د چاودنې له امله لږ تر لږه ۲۲ تنه مړه او تر ۵۰ ډیر کسان ټپیان شوي دي.
د پاړا چنار د دولتي روغتون ډاکټرانو ویلي دي چې د مړو شمیره ۲۲ تنو او د ټپیانو شمیره تر ۵۰ تنو لوړه ده .
ډاکټرانو ویلي دي چې د پیښې په قربانیانو کې ښځې او ماشومان شتون لري.