په اورکزیو ایجنسۍ کې په امنیتي ځواکونو وسله وال برید
د پاکستان په اورکزيو ایجنسۍ کې طالبانو په امنیتي ځواکونو چې په عملیاتو بوخت ول وسله وال برید وکړ.
696541
د پاکستان په اورکزيو ایجنسۍ کې طالبانو په امنیتي ځواکونو چې په عملیاتو بوخت ول وسله وال برید وکړ.
د سیمې نه د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې پیښه د اورکزیو ایجنسۍ د عثمان خیل په سیمه کې رامنځته شوې ده .
د پاکستان د خبري رسنیو د خبر له مخې پاکستاني ځواکونه په سیمه کې په عملیاتو بوخت ول چې په ناڅاپي ډول پرې برید وشو.
د برید نه وروسته نښته پیل شوه. په نښته کې د پاکستاني طالبانو د تحریک طالبان پاکستان یو تن نامتو قومندان شاه دوران او ۴ تنه اورپکي ووژل شول.
ویل کیږي پدې برید کې یو تن پاکستاني افسر او یو تن پوځي هم ژوند د لاسه ورکړی دی.
د یادولو وړ ده چې د اورکزیو ایجنسي سیمه د پاکستان د ۷ قبایلي سیمو نه یوه ده چې تر ټولو ډیر پکې طالبان او القاعدې ترهګره ډله پیاوړې ده .