خیبر ایجنسۍ په سیمه کې  په امنیتي‌ پوستې  وسله وال برید وشو.

د پاکستان د خیبرپښتونخوا  د خیبر ایجنسۍ په سیمه کې  په امنیتي‌ پوستې  وسله وال برید وشو.

694272
خیبر ایجنسۍ په سیمه کې  په امنیتي‌ پوستې  وسله وال برید وشو.

د پاکستان د خیبرپښتونخوا  د خیبر ایجنسۍ په سیمه کې  په امنیتي‌ پوستې  وسله وال برید وشو.

د خیبرایجنسۍ  د امنیتي‌ سرچینو د خبر له مخې  تیره شپه  ترهګرو یو ځل بیا په یوې امنیتي‌ پوستې  وسله وال برید کړ . امنیتي‌ ځواکونو سمدلاسه  په ځوابي  برید پیل وکړ چې  له امله يي د ترهګرو  برید په شا وتنبول شو.

سرچینې  ویلي‌ دي‌ چې د برید کوونکو او امنیتي‌ ځواکونو ترمنځه په نښته کې  لږ تر لږه  ۳ تنه برید کوونکي‌ له منځه وړل شوي‌ دي‌. په برید کې  پاکستاني‌ سرتیرو ته  ځاني‌ زیان  ندی اوښتی.

د بله پلوه  د پاکستان  خبري  سرچینو بیا ویلي‌ دي  چې  برید کوونکي‌ د افغانستان له لورې نه راغلي‌ وو. 

د ویلو ده چې  درې ورځې مخکې هم  ترهګرو  د خیبرايجنسۍ  د لنډي‌ کوتل په سیمه کې  د پاکستاني‌ ځواکونو په یوې پوستې  برید کړی وو چې له امله يي  ۲ تنه سرتیري‌ مړه او ۴ تنه نور ټپیان شوي‌ وو.



اړوند خبرونه