په مهمند ایجنسۍ کې په پاکستاني ځواکونو خونړي بریدونه وشول
د پاکستان د خیبرپښتونخوا ایالت د مهمند ایجنسۍ په سیمه کې د پوځ اړوند په ۳ جلا جلا پوستو وسله وال بریدونه وشو.
د پاکستان د خیبرپښتونخوا ایالت د مهمند ایجنسۍ په سیمه کې د پوځ اړوند په ۳ جلا جلا پوستو وسله وال بریدونه وشو.
د پاکستان د پوځ د مطبوعاتي ادارې د معلوماتو له مخې تیره شپه د افغانستان سره په پوله کې ترهګرو د پوځ په ۳ جلا جلا پوستو وسله وال بریدونه وکړل چې په پایله کې ۵ تنه سرتیري مړه او لس تنه ترهګر له منځه یوړل شول.
د پاکستان پوځ ویلي دي چې دا ترهګر د افغانستان له لورې راغلي وو . ترهګرو په ۳ جلا جلا پوستو په عینې وخت کې بریدونه پيل کړل چې د امنیتي ځواکونو سره په نښته کې ښکیل شول.
په نښته کې ۵ تنه سرتیري مړه او ۱۰ تنه ترهګر له منځه یوړل شول.
د پیښې نه وروسته د پاکستان د پوځ مشر جنرال قمر جاوید ویلي دي چې ترهګرو ته غاښ ماتوونکی ځواب ورکړ شوی دی او زمونږ ۵ تنو سرتیرو د وطن په خاطر خپل ځانونه قرباني کړل.
هغه ویلي دي چې ترهګر د پاکستان او افغانستان ګډ دښمنان دي او د افغانستان سره په پوله کې ددې ګډ دښمن سره د ښې مبارزې په خاطر باید دواړه هیوادونه کلک امنیتي تدابیر ونیسي.