رانا ثناالله : په لاهور کې دویمه چاودنه نده شوې
په لاهور کې ددویمې چاودنې خبر رد شو.
678553
د پاکستان د پنجاب ایالت د عدلیې وزیر رانا ثناالله د لاهور ښار د ګلبرګ په سیمه کې د دویمې چاودنې په اړه خپور شوی خبر رد کړ.
هغه وویل چې د ګلبرګ په سیمه کې کومه پيښه یا چاودنه نده رامنځته شوې. هغه وویل چې د ګلبرګ په سیمه کې د چاودنې په اړه خپور شوی خبر حقیقت نلري.