پاکستان د افغانستان سره خپلې پولې وتړلې
پاکستان حکومت په هیواد کې د تیرې ورځې خونړي برید نه وروسته د افغانستان سره د خپلو ټولو پولو د تړولو اعلان وکړ.
پاکستان حکومت په هیواد کې د تیرې ورځې خونړي برید نه وروسته د افغانستان سره د خپلو ټولو پولو د تړولو اعلان وکړ.
د پاکستان د سند په ایالت کې تیره ورځ په یو زیارت کې د ترسره شوي ځانمرګي برید نه وروسته چې په سلګونو تنو ته پکې مرګ ژوبله واوښته پاکستان د طورخم په ګډون د افغانستان سره د ټولو سرحدي دروازو د تړولو پریکړه وکړه.
د پاکستان د پوځ ویاند جنرال اصف غفور د ټویټر له لارې په خپور کړي پیغام کې ویلي دي چې « پاکستان د امنیتي دلایلو له امله د نامعلومې نیټې پورې افغانستان سره د خپلو پولو د تړولو پریکړه کړې ده »
د پاکستان خبري رسنیو د خبر له مخې ددې پریکړې نه وروسته د طورخم له لارې به هیچا ته پاکستان ته د تیریدو اجازه ورنکړی شي.
دې مسلې د سیمې د خلکو چې کاروبارونه او کورونه يي پورې غاړې ته دي سختې اندیښنې پارولي دي.
د یادولو وړ ده چې پرون د پاکستان په ځايي وخت د ماښام د ۷ بجو په شاوخوا کې د لعل شهباز قلندر په مشهور زیارت کې د سلګونو تنو په منځ کې ځانمرګی برید وشو چې له امله لږ تر لږه ۷۵ تنو ژوند دلاسه ورکړ او تر ۲۰۰ ډیر کسان ټپیان شوي دي.
د پیښې قربانیان ډیری ښځې او ماشومان دي.
د ټپیانو نه د ډیرو روغتیایي حالت ښه ندی.
چاودنه د زیات په انګړ کې وشوه. د عیني شاهدانو په وینا چاودنه دومره زوروره وه چې غږ يي په ډیرو لرو پرتو سیمو کې هم اوریدل شوی دی . ویل کیږي ځانمرګي برید کوونکي پداسې حال کې ځان وچولو چې د زیارت دننه مراسمو دوام درلود.
د پاکستان د سند ایالت پولیسو ویاند ویلي دي چې ځانمرګی برید کوونکی د ګولډن ګیټ له لارې زیارت ته د راننوتو نه وروسته د زیارت په انګړ کې د سلګونو تنو په منځ کې ځان والوزو.
پولیسو ویلي دي چې د جمعې د شپې له امله په زیارت کې د نورو ورځو په پرتله د خلکو رش ډير زیات وو.