په پاکستان کې د میشتو افغان کډوالو د اوسیدو موده وغځول شوه
پاکستان په هیواد کې د میشتو افغان کډوالو د اوسیدو موده د روان میلادي کال د دسمبر میاشتې تر پایه وغځوله.
پاکستان په هیواد کې د میشتو افغان کډوالو د اوسیدو موده د روان میلادي کال د دسمبر میاشتې تر پایه وغځوله.
د پاکستان د اطلاعاتو او خپرونو وزیرې مریم اورنګزیب خبري رسنیو ته ویول چې د پاکستان نه افغان کډوالو لپاره د وتو لپاره د ټاکل شوي مهلت نيټه د روان میلادي کال تر پایه د غځولو پریکړه وشوه.
هغې وویل چې د افغانستان د سرحدي سیمو نه پاکستان ته د خپل سرو تګ راتګ د مخنیوي په خاطر د ویزې په نوي سیستم کار کوي. هغه زیاته کړه چې د پاکستان سره په ګډه پوله کې پرتو افغانانو باندې به پاکستان ته د تیریدو په خاطر ویزه ولګوي.
د یادولو وړ ده چې په پاکستان کې څه باندې یو نیم میلیون تنه افغان کډوال ژوند کوي چې یوه لویه برخه هیواد ته ستانه شوي دي.
د افغانستان نه پاکستان ته د کډوالۍ بهیر په ۱۹۸۰ کلونو کې د پخواني شوروي اتحاد لخوا په افغانستان د یرغل نه وروسته پيل شو.
همداشان په افغانستان کې د پخواني شوروي اتحاد پر خلاف د جهاد د بریالي کیدو نه وروسته په ۱۹۹۰ کلونو کې د کورنۍ جګړې د پيلیدو نه وروسته په لسګونو زره تنه افغانانو پاکستان ته پناه یوړه.
پاکستان د تیرو دوو کلونو راهیسې هیواد نه د افغان کډوالو په ویستو پيل کړی دی.