د ایران دیني مشر د امریکا ولسمشر ته میدان وډبو
خامنه يي : هیڅوک ایران په ګونډو کولی نشي
د ایران دیني مشر ایت الله علي خامنه يي د امریکا نوي ولسمشر دونالد ټرامپ ته میدان وډبو.
هغه وویل چې ټرامپ د امریکا حقیقي څیره ټولې نړۍ ته ښکاره کړه چې د همدې امله باید ترینه مننه وشي.
خامنه يي دا څرګندونې په پلازمینه تهران کې د پوځ قومندانانو سره په لیدنه کې وکړې.
هغه وویل چې د ایران په اړه د ټرامپ څرګندونې او چلند په اصل کې د امریکا لخوا د تیرو ۳۰ کلونو راهیسې د ایران په اړه د غوره کړو سیاستونو او حقایقو ښکارندويی کوي.
امریکا د ایران په مقابل کې په ظاهر یو ډول چلند کوي او به باطل کې بیا بل ډول. ټرامپ دا ټول حقایق په داګه کړل.
د ایران دیني مشر د امریکا د ولسمشر دونالد ټرامپ د هغه څرګندونو په ځواب کې چې ویلي وو « زما نه باید وډاریږي » وویل ، ایران خلک به ستا ددې تهدید ځواب د فبروري په لسمه نیټه د ایران د اسلامي انقلاب په کلیزه کې درکړي. د ایران خلک به ستاسې دې ګواښونو ته داسې ځواب ورکړي چې ټوله نړۍ پدې پوه شي چې هیڅ دښمن د ایران خلک په ګونډو کولی نشي.