په کرم ایجنسۍ کې د سبزۍ په منډوي کې خونړۍ چاودنه وشوه
د پاکستان د خیبرپښتونخوا د کرم ایجنسۍ د پاړا چنار په سیمه کې د سبزۍ په منډوي کې چاودنه وشوه.
د پاکستان د خیبرپښتونخوا د کرم ایجنسۍ د پاړا چنار په سیمه کې د سبزۍ په منډوي کې چاودنه وشوه.
د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې د پاړا چنار د عیدګاه مارکیټ تر څنګ د سبزۍ په منډوي کې چاودنې قتل عام رامنځته کړ.
د اسوشیتید پرس خبري اژانس د کرم ایجنسۍ د پولیسو د مشر له قوله لیکلي دي چې په پیښه کې لږ تر لږه ۲۰ تنه مړه او نږدې ۶۰ تنه نور ټپیان شوي دي.
د بله پلوه د سیمې پولیسو د اناتولیا خبري ژانس ته ویلي دي چې چاودنه د میوې په یو صندوق کې د ځای په ځای شوو چاودیدونکو توکو له امله رامنځته شوې ده . چاودنه د لري سیمې نه د ریموټ کنټرول په واسطه شوې ده .
د چاودنې نه وروسته د ژغورنې او روغتیايي ډلې سیمې ته ورسیدې. د پیښې ټپيان شاوخوا روغتونونو ته انتقال شوي دي.
همداشان د پيښې یو شمیر ټپیان چې روغتیایي حالت يي ښه نه وو په چورلکو کې پیښور ته انتقال شوي دي.
د برید مسولیت تر اوسه پورې چا په غاړه ندی اخیستی.
د یادولو وړ ده چې د ۲۰۱۵ کال د دسمبر په میاشت کې هم په همدې منډوي کې چاودنه وشوې وه چې له امله يي ۲۲ تنو ژوند د لاسه ورکړی وو او ګڼ شمیر نور ټپیان شوي وو.
د هغې چاودنې مسولیت لشکر جنګوي ډې په غاړه اخیستی وو.